الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خير خانې کوتل او بادام باغ ساحې د نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې دوام لري

7 سنبله 1399

کابل ښاروالۍ څه مهال مخکې په اولسمه ناحیه کې د ګڼې‌ګوڼې د کمښت او ښاري سړکونو د شبکې د رامنځته کولو په موخه له خيرخانې کوتل څخه تر بادام باغ پورې (د سرای شمالي د غونډۍ) د نښلوونکي سړک د جوړېدو عملي چارې پيل کړې وې، اوس دوام لري.  ټاکل شوې دا سړک د ۱۲۰۰ متره په اوږدوالي او ۸.۶ متره پلنوالي په لرلو سره چې ویالې هم پکې شاملې دي، په روان کال کې ورغېږي. دا نښلوونکی سړک د خيرخانې کوتل له بادام باغ سيمې سره د سرای شمالي د غونډۍ له لارې وصلوي چې د سرای شمالي سيمې د ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره به خورا ګټور تمام شي.