د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په وزیر محمد اکبر خان پارک کې د ونو د اصلاح کولو او چمن کرلو کار پيل شو

10 سنبله 1399

د ښار د ښکلي کولو او زرغونتیا د پراختیا په موخه له پرلپسې کلونو وروسته، په دې وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د سمسورتیا پرسونل په لسمه ناحیه کې د وزیر محمد اکبر خان پارک د ونو د اصلاح کولو اقدام کړی دی، همدارنګه په دغه پارک کې د اوبولو سیستم د جوړولو په موخه یې لوله کشي او چمن کرل هم پيل کړي دي.  دغه پارک 36450 متره مربع مساحت لري، چې 1650 متره مربع چمن پکې کرل کېږي. په دغه پارک کې ۱۳۵۰ ونې شته دي، چې پر یوه ځنګل بدلې شوې وې. د سمسورتیا د پراختیا، د پارک د ښکلا او ناروغیو د مخنیوي په موخه د ۹۰۰ ونو وچ ښاخونه پرې کړل شوي دي او د نورو هغو شاخ بري هم روانه ده. په همدغه ترتیب ۱۵۰۰متره دوه انچه پايپ هم پکې غځول کېږي، د دغه پایپ د نصب لپاره ۴۵۰ متره کیندنه شوې ده او ۳۰۰ متره پايپ غځو ل شوی دی. دغه پارک د کابل ښار یو مهم پارک ګڼل کېږي، چې د کابل ښار ښکلا یې زیاته کړې ده.