د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د پروان له سیلاب ځپلو خلکو او زیانمې سیمې څخه لیدنه وکړه

10 سنبله 1399

کابل ښاروال او ورسره د یادې ادارې یو شمیر مسئولینو د پروان ولایت له سیلاب ځپلو خلکو، د قربانیانو له کورنیو او سیمې څخه د لیدنې په موخه نن شنبې یاد ولایت ته سفر وکړ. کابل ښاروال د پروان له والي ښاغلي فضل الدین عیار سره په لیدنه کې په وروستیو پیښو د اندیښنې څرګندولو تر څنګ د سیمې د پاکولو په برخه کې د خپلو وسایلو او ماشینرۍ ګمارلو، د څښارک اوبو رسولو او نورو امکاناتو په برخه کې ډاډ ورکړ . کابل ښاروال زیاته کړه چې، په دې برخه کې د نورو بنسټونو مرسته به د دوی د زړه سوي  او ملت او دولت د یوالي  څرګندونه وکړي. کابل ښاروال دغه راز د نورو بنسټونو، د یو شمیر هیوادوالو له انسان دوستانه مرستو مننه وکړه او د سیمې له مشرانو، روڼ اندو او ځوانانو یې وغوښتل چې اړمنو ته د مرستو رسولو په موخه یو شي او له سیمه ایزې ادارې سره په دې برخه کې مرسته وکړي. پروان والي فضل الدین عیار د کابل ښاروالۍ له مرستو د مننې تر څنګ وویل چې، وروستیو سیلابونو د یاد ولایت د چاریکارو اړوند سیمو له ۱۰۰ ډیرو کسانو ژوند واخیست او سلګونه نور بیا ټپیان دي او څه باندې ۱۰۰ کورونه یې نړولي دي.