د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د شلمې ناحیې له مشرانو سره ولیدل

11 سنبله 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د دوشنبه په ورځ د وږي میاشتې په ۱۰ مه د ښاري ستونزو ارزونې په موخه د کابل ښار شلمې ناحیې اړوند ګل باغ سیمې له مشرانو سره ولیدل . کابل ښاروال د پخو سړکونو، د اوبو نل لیکو، غیر قانوني رغونو، او چاپیریالي ستونزو په اړه د سیمې خلکو خبرې واوریدې او دحل په موخه یې دوی ته ښاروالۍ راتلونکي پروګرامونه تشریح کړل. کابل ښاروال په نیږدې راتلونکې کې  په کابل ښار کې د ۳۰ کیلو متره سړک د قیر کولو خبر ورکړ  او د دوی  د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ. نوموړي زیاته کړه چې، د شلمې ناحیې نښلوونکو سړکونو ته به په خپلو راتلونکو پروګرامونو کې لومړیتوب ورکړي، ځکه په وینا یې دې ناحیې ته په تیر کې لازم کارونه نه دي شوي. په لیدنه کې د سیمې خلکو د ښاروالۍ له پروګرامونو ملاتړ څرګند کړ او د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په پلي کیدو کې یې د هر راز مرستې وعده وکړه.