
د دیارلسمې ناحیې د پنځلسم ګذر د رغونې کار روان دی، چې د ۱۴ کیلومتره په اوږدوالي د ۱۱۳ کوڅو، سړکونو او ویالو جوړول پکې شامل دي. تر اوسه د دې پروژې کار ٪۷۰ بشپړ شوی او د یخنۍ تر موسم پورې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي. د یادونې وړ ده چې د قلعه قاضي او پل خشک سړک د یوې برخې په جوړېدو به، چې د دې پروژې یوه مهمه برخه ده، د ځایي اوسېدونکو زیاتې ستونزې حل شي.





