الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قرغې بند ته څیرمه د بایسکیل ځغلولو غرنیزه سیالۍ ترسره شوه

14 سنبله 1399

د کابل ښاروالۍ او یو شمیر نورو بنسټونو په نوښت د بایسکیل ځلغونې ملي فدراسیون له لوري د سپورټي فرهنګ دودولو په موخه نن د وږي په ۱۳ نیټه د بایسکیل ځغلونې غرنیزه سیالۍ ترسره شوه. د بایسکیل ځغلونې ملي فدراسیون مشر احمد افضلي د یادې سیالۍ موخه لوبو ته وده ورکول او له دې لارې د مخکښو لوبغاړو معرفي یاده کړه. په یاده سیالۍ کې ۲۵ لوبغاړو له کابل او بامیان ولایت څخه برخه اخیستې وه او د ۳۹ کیلومتره واټن مزل کولو لپاره یې په خپل مینځ کې سيالي وکړه،چې له ډلې یې ۵ تنو د بایسکیل ځغلولو غرنیز ملي ټیم ته لاره پیدا کړه. دا سیالۍ به د کابل ولایت سربیره په نورو ولایتونو کې هم ترسره شي. په ورته وخت کې د کابل ښار د ۱۴ ناحیې سرپرست رئیس اخترمحمد سمیع وویل چې، د یادې سیمې په نورو غونډیو کې به هم د بایسکیل ځغلولو غرنیزې سیالۍ لپاره لازم چمتوالۍ ونیسي.