له کمپنۍ څخه د برچي پر لور د عرفاني سړک د ساختمان او جوړېدو کار روان دی. دغه سړک به د ۲.۷ کيلومتره په اوږدوالي او ۴۰ متره سور په درلودو په اساسي ډول جوړ شي، چې د یوه معیاري سړک ټول جزیات به پکې شامل وي. کابل ښاروالي هڅه کوي چې ژر تر ژره د دغه سړک د پاتې کورونو د استملاک په برخه کې د خلکو ستونزې حل کړي او د پروژې پر وړاندې خنډونه له منځه يوسي. د دغه سړک په جوړېدو د برچي ساحې ترافیکي ګڼهګوڼه کمېږي او اړوندې ساحې یو له بل سره نښلوي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو ریاست انجینیران د ډيزاین او د سړک جوړونې معیارونو په برخه کې هره ورځ د دې مهمې پروژې د غوره پلي کېدو څارنه کوي. تمه کېږي چې د دغه سړک د مسیر اوسېدونکي هم د دې سترې پروژې په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي، ترڅو یې کار پر مخ ولاړ شي او د ښار په اقتصادي وده او پراختیا کې ګټور تمام شي.
د عرفاني سړک د ساختمان کار روان دی
14 سنبله 1399