د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: د بیارغونې سربیره دې د کابل ښار ښکلا ته هم پاملرنه وشي

15 سنبله 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د کابل ښار په بیلابېلو برخو کې د بیارغونې پروژو څخه د لیدنې په ترڅ کې د شهید احمدشاه مسعود څلورلارې ته مخامخ د ښاري ښکلا پروژې د پرانیستې پر مهال مسئولینو ته لارښونه وکړه،چې د کوټه سنګي کمپنۍ سړک ښکلا  ته هم پام وکړي او د ونو او بوټو له وضعیت څخه لیدنه وکړي. نوموړي زیاته کړه، دا چې د کمپنۍ کوټه سنګي پر سړک ايښودل شوې ونې پر معیارې کرنیزه خاوره کې نه دي ایښودل شوې کابل ښاروال مسئولینو ته لارښونه وکړه چې په دې برخه کې لاس پکار شي. کابل ښاروال وویل چې یادې ونې د نامناسبې خاورې له امله د وخت تیریدو وچیږي او خلک باید له ښاروالۍ سره یو ځای په دې برخه کې کار وکړي. ښاغلي سلطانزوی زیاته کړه" چې، د ښاري نفوس او صنعت ډیریدو په ښاري ژوند، چاپیریال او هوا منفي اغیزې کړې دي او ناخوښی چاپیریال یې رامنځ ته کړی چې ټولنیز  او ښاري ژوند یې اغیزمن او نامساعد هدف ته روان کړی دی".نوموړي وویل چې،ډریوري د خلکو د خوښې په سرګرمۍ بدله شوې او پلی مزل هیر شوی،په داسې حال کې چې په لنډ تیر کې پلۍ تګ یو اصل وو چې اصیلو مهندسینو او طراحانو یې پر بنسټ د بیارغونې او چاپیریالي پروګرامونه مخته وړل. کابل ښاروال دغه راز زیاته کړه چې، دا بنسټ به د فرهنګ جوړونې په برخه کې د ښو او  ګټورو اقداماتو او پروګرامونو پلي کیدو له امله چې په پلان کې یې لرۍ،خلکو ته  د هیوادپالنې ښه احساس ورکړي. ښاغلي سلطانزوی د کار پر وخت او ګټور ترسره کیدو په ځانګړې توګه په یاده سیمه کې د اوبو ویالو، د سړک جدولونو، د پلو لارو په تیږو فرش کولو ،ترافیکي نښو،کرښو اچونې،چمن کرلو او د ونو بوټو کینولو په برخه کې هم لازمې لارښوونې وکړې.