الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال دصنعتي پارک له سیمې لیدنه وکړه

15 سنبله 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د وږي په ۱۵ مه د کابل صنعتي پارک له زیربنایي چارو لیدنه وکړه.ښاغلي سلطانزوی په صنعتي پارک کې شته ستونزې په ځانګړې توګه د سړکونو او کانالونو برخې ستونزې د حل لارو موندلو په موخه وڅیړلې او اړوندو څانګو ته یې د صنعتي پارک د تخنیکي او تدارکاتي اسنادو ژر بشپړولو لارښونه وکړه. کابل ښاروال دغه راز له صنعت کارانو وغوښتل چې د ښاروالۍ محصول په راټولولو کې له یادې ادارې سره مرسته وکړي، څو له دې لارې زیربنایي پروژو ته ډیره پاملرنه وشي. ښاغلي سلطانزوی دغه راز سوداګرو ته د اسانتیاو برابرولو برخه کې خپل، د اقتصاد وزارت او صنعت کارانو مسئولیتونه واضح کړل. نوموړي دغه راز د ښاروالۍ په پروګرامونو کې د صنعت کارانو ونډه مهمه وبلله او له دوی یې وغوښتل چې له یاد بنسټ سره همکار و اوسي.