
د کابل ښار دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مینې لومړي بلاک سړکونو او کوڅو جوړلو کار د ټولټال ۴۰۹۲ کیلو متره په اوږدوالي، ۷۶۵۵ متره ویالو او ۷۳۲۲ متره پلو لارو کار چې څه موده وړاندې پیل شو،بشپړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو. د یادې پروژې په پلي کیدو سره د سیمې خلکو د ژمي د خټو او خاورو ستونزو حل سربیره، ترانسپورټي او د چاپیریال ستونزې هم حل شي.





