الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه د همغږۍ ګډه ناسته وشوه

17 سنبله 1399

نن د وږي په ۱۷مه د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په مشرۍ د کابل ښاروالۍ د ناستو په تالار کې د مختلفو ادارو تر منځ ګډه ناسته وشوه، چې د چاپېریال ساتنې مسلکي مرستیال انجینیر عزت صدیقي، د کورنیو چارو وزارت او کابل ولایت استازو، د کابل ښار د ۲۲ ناحیو رییسانو او د کمیسیون نورو غړو ګډون پکې درلود.  لومړی کابل ښاروال د ناستې موخه بیان کړه او د کابل ښار هوا د ککړتیا د کمولو لپاره یې چې د ښاريانو حیاتي موضوع ده، د مسوولانو اقدامات روښانه کړل او ویې ویل: د ولسمشر د لومړي معاونیت له دستور سره سم اړوندې ادارې مکلفې دي، چې په دریو ورځو کې د هغو ښارګوټو او ودانیو چې له ډبرو سکارو ګټه اخلي، کره شمېرې له کورنیو چارو وزارت سره شریکې کړي، ترڅو د هغو پر اساس د هوا د ککړتیا د مخنیوي کمیسیون اړین ګامونه پورته کړي.  کابل ښاروال د ناستې له غړو وغوښتل چې د خپلو عملي فعالیتونو پر طریقه کار وکړي او د تلې تر لومړۍ نېټې پورې چې ټاکل شوې په ښارګوټو کې د لوګي فلتر د نصبولو کنټرول او څارنه وکړي، هم ګډ اقدامات او اړینې همغږۍ په پام کې ونیول شي.  ورپسې د کورنیو چارو وزارت د څېړنو رییس د هوا د ککړتیا د مخنیوي په مبارزه کې له اړوندو بنسټونو سره د دغه وزارت چمتووالی وښود او د همغږۍ او هدف د یووالي پر اصل یې ټينګار وکړ، ترڅو د چاپېریال ساتنې سرغړوونکي تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.  د ناستې غړو د کابل هوا د ککړتیا موارد یاد کړل، چې د مخنیوي لپاره یې په مختلفو پړاونو کې اجراات کېږي. همدارنګه انجنیر عزت الله صدیقي د کابل ښار د هوا د ککړتیا د مخنیوي د اقداماتو په اړه له بحث او نظر وروسته ټینګار وکړ چې د مختلفو ادارو کمېټې باید خپل اقدامات مشخص کړي او په جدي او عملي ډول خپل فعالیتونه پيل کړي.   په پای کې کابل ښاروال د کمېټو د غړو د ټاکلو، د کره شمېرو او د هوا د ککړتیا د مخنیوي عملیاتي میکانیزم د ترتیب لپاره د بنسټونو مکلفیتونه او مسوولیتونه مشخص کړل، ترڅو د یخنۍ موسم تر رارسېدو پورې د پام اقدامات تر سره شي او د کابل ښار هوا د تېر په څېر بې‌کچې ککړه نه شي.