د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال په خپل کاري دفتر کې له مراجعینو سره ولیدل.

20 سنبله 1399

 کابل ښاروال نن چهار شنبه (د وږي ۱۹مه) په خپل کاري دفتر کې د کابل ښاروالۍ له یو شمېر مراجعینو سره ولیدل او له هغوی سره یې ژمنه وکړه چې ستونزې به یې حل کړي. کابل ښاروال د ښار اړونده ستونزې، په ځانګړې توګه د ودانیو اسنادو جوړولو دوام، ودانیزې سرغړونې، خام سرکونه او لسګونه نور موارد یو په یو وارزول او دخلکو د ستونزو د حل په موخه یې اړونده مسؤلینو ته لازمه لارښوونه وکړه. د دې تر څنګ یې وویل چې د مسؤلینو  له خوا د خپلې دندې څخه سرغړونه د کابل ښاروالۍ مشرتابه او ښاریانو ته د زغم وړ نه ده. کابل ښاروال زیاته کړه: کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې د ښاریانو ستونزو ته په خپل وخت ځان ورسوي. ښاغلي سلطانزوی په مستقیم او غیر مستقیم ډول د خلکو ستونزو ته  ځان رسول خپل  لومړیتوب ګڼي او د خوښۍ په څرګندولو سره وایي چې په دې کړنې سره د ستونزو د حل لپاره د خلکو مورال پیاوړی کول غواړي. په دغه لړ کې هغو ښاریانو چې د کابل ښاروال سره یې دهغې په کاري دفتر کې لیدنه وکړه، د کابل ښاروال له کړنو یې ستاینه وکړه او ویې ویل چې په کوم شکل چې کابل ښاروال د  خلکو د ستونزو په موخه مثبت ګامونه ږدي نو په دې سره به د خلکو او دولت تر منځ اړیکې لا پیاوړې شي. دغه ښاریان وايي ، د همکارۍ روحیې ته په کتو سره چې په کابل ښاروالۍ کې یې وده کړې ، دوی د دغه سازمان د برنامو د پلي کیدو او د ښاریانو ستونزو ته د حل په هکله خوشبین دي.