الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د یو شمېر خوراکي توکو غیرقانوني فعالیتونه ودرول شول.

20 سنبله 1399

د چهارشنبه (د وږي ۱۹مه) په لومړۍ ناحیه کې د خوراکي توکو د فابریکو فعالیتونه وڅیړل شو. پدې څیړنه کې، د شیریني جوړولو څو فابریکې چې په روغتیایي معیارونو برابرې نه وې وتړل شوې.تر څنګ یې د دغې ناحیې د عاشقان او عارفان سیمې د وګړو له لورې د ترلاسه شوي شکایتونو پربنسټ د هغه فابریکې دیګي مواد چې د بې کیفیته توکو څخه پکې ګټه اخیستل کېده  هم معاینه شو. د عیني شاهدانو په وینا، د دې فابریکې څېښتن په دې سیمه کې خپل فعالیت بند کړی او نامعلوم ځای ته تللی، چې د ناحیې کارمندانو ته دنده ورکړل شوه تر څو  موضوع په روښانه توګه وڅیړي.