الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کابل ښار د ۲۲ ناحیو له علماوو سره ولیدل.

23 سنبله 1399

د کابل ښاروال محمد داؤد سلطانزوی د کابل ښار د ۲۲ ناحیو له علماوو سره  د کابل ښاروالۍ د کنفرانسونو په تالار کې ولیدل. په دې ناسته کې ، د کابل ښاروال د ټولنې په سمون کې د دیني عالمانو د رول په اړه خبرې وکړې او د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو په لارښوونه کې د دیني عالمانو ارزښت مهم وباله. د کابل ښاروال له دیني عالمانو وغوښتل چې د خپلو دیني فعالیتونو سربیره د ښاري مسئلو په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو کې برخه واخلي. د ۲۲ ناحیو د عالمانو استازو د کابل ښاروال د فعالیتونو او هڅو ستاینه وکړه او د کابل ښاروالۍ سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.  پدې ناسته کې ، 900 جلده قرآن کریمونه ، چې د الکوزي شرکت لخوا د مشال پوهنتون په همکارۍ چمتو شوي وو ، د ښار د ناحیو د عالمانو استازو ته وویشل شو.