د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د فتوح قلعه له باغ څخه لیدنه وکړه.

22 سنبله 1399

د کابل ښاروال محمد داؤد سلطانزوی په اوومه ناحیه کې د فتوح قلعه له بیارغونې څخه لیدنه وکړه. هغه وویل چې د دې باغ په بیا رغونه کې زیات د لرغونې آبادۍ د طریقو په رعایتولو، د ابادۍ د اصولو په نظر کې نیولو سره نوې اسانتیاوې هم رامنځ ته شي کابل ښاروال یادونه وکړه چې د فتوح قلعه باغ د کابل ښار یو له تاریخي او فرهنګي میراثونو څخه دی. کابل ښاروالۍ غواړي چې د آغا خان بنسټ په ملاتړ د نوموړي باغ احاطوي دېوالونه بیا ورغوي. تر څنګ یې د نوموړي باغ، د پلي تګلارو په تیګو پوښلو، سیوريو جوړولو، د باغ روښنایۍ، د کثافت دانیو او چوکیو لګولو، د اوبو رسونې منظم سیستم او د باغ تفریحي ساحو مصؤنولو چارې هم پلي کړي. د یادونې وړ ده چې یاد باغ ۲۸ جریبه مساحت لري چې د سرکاري باغ په نوم هم شهرت لري او په تېرو وختونو کې دا د بخارا د پاچا هستوګنځای وو.دغه ډول په اوومه ناحیه کې د چهلستون او بابر باغونه د کابل ښاروالۍ اړوند دي چې په نزدې راتلونکې کې به د هغې د جوړولو او بیارغونې چارې هم پیل شي.