د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د شپږمې ناحیې له مربوطاتو څخه لیدنه وکړه.

24 سنبله 1399

کابل ښاروال محمد داؤد سلطانزوی د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د ښاري نظم څرنګوالي، په ځانګړې توګه د لاسي توکو پلورونکو او لاس ګاړو څخه څارنه وکړه. د دې څارنې په جریان کې ، کابل ښاروال اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه چې د ښار په بېلابېلو بازارونو کې غوره او ښاري نظم پلي کړي او د غوره پلانونو پر بنسټ یې ټولو فعالینو او اصنافو څخه وغوښتل چې ښاري اصول په جدي ډول په پام کې ونیسي. که نه نو له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي. کابل ښاروال یادونه وکړه چې د ښار په کچه په بېلابېلو ناحیو کې د خدمتونو زیاتولو په لټه کې یو. تر څو د ښاریانو لپاره غوره خدمتونه وکړو. کابل ښاروال د شپږمې حوزې په اداري دفترونو کې  هم د مراجعینو رضایت څرنګوالی او د مسؤلینو کړنې و ارزولې. هغوی ته یې د چارو همغږي کولو او د خدماتو پروسې ګړندي کولو لپاره لازمې لارښوونې وکړې.