د کابل ښاروال ، محمد داود سلطانزوی د کابل ښاروالۍ د حفظ ، مراقبت، کار او ترافیکي چارو د انسجام ریاست فعالیتونه وڅیړل. کابل ښاروال د پلانونو ، اهدافو ، له خلکو سره د تماس او د خلکو د نا رضایتۍ کچې او د دې ریاستونو مؤثره برنامو پلي کولو څرنګوالي په اړه له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړې.او هغوی ته یې د کابل ښاروالۍ د برنامو پلي کولو کې د شته ستونزو د حل، خدمتونو رسولو او امکاناتو برابرولو لپاره لازمې لارښوونې وکړې په دغه لړ کې یې یو شمیر کارکوونکي هم وستایل چې د خدماتو چمتو کولو لپاره لا ډیرې هڅې وکړي.
کابل ښاروال د دې ادارې د یو شمېر مسؤلینو کارونو ته کتنه وکړه.
24 سنبله 1399