د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري سرغړونو په اړه جلسه تر سره شوه.

25 سنبله 1399

 د کابل ښاروال محمد داؤد سلطانزوی په مشرۍ د دې ادارې د یو شمېر مرستیالانو او ناحیو رئیسانو په شتون کې د ښاري سرغړونو په اړه جلسه جوړه شوه. په دغه جلسه کې په غېر قانوني آبادیو، د عوایدو په راټولولو، د ترافیکي ګڼې ګوڼې په راکمولو، د لاسي توکو پلورونکو  او لاس ګاړو په منظمولو بحث وشو. په دې ناسته کې د کابل ښاروال ددې ادارې سره د ښاري نظم او اصولو په مراعتولو او قانون پلي کولوکې د پولیسو د همکارۍ کچې ارزولو پر مهال یو ځل بیا د ناحیو کاري ثبات روښانه، او په مسؤلیت پېژندنې او هېواد پالنې احساس باندې ټینګار وکړ. کابل ښاروال د اړونده ادارو ملاتړي، پیاوړتیا او همغږۍ پروګرامونه ترڅېړنې لاندې ونیول تر څو خپل سري، په ځانګړې توګه د غېر قانوني ودانیو جوړولو ته جدي پاملرنه وشي. او قانون په ټولو وکړو یو شان پلي شي . هغه دعملیاتي پلانونو په لړ کې د اصنافو د فعالیتونو د تنظیمولو په طرحې، اعلانونو، لوحو او لاسي توکو پلورونکو لپاره د مؤثره زمینې برابرولو ټینګار وکړ. په پام کې ده چې په بېلابېلو ناحیو کې د لاسي توکو پلورونکو فعالیتونه په مناسب او مصؤن ډول تنظیم شي. کابل ښاروال وویل چې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره یواځېنۍ سرچینه د دې ادارې د عوایدو راټولول دي. او زیاته یې کړه چې په دغه برخه کې د مسؤلینو لخوا غفلت کول د زغم وړ نه دي. نوموړي په دغه برخه کې د ننګونو او ستونزو د حل په برخه کې له مسؤلینو څخه د دوي نظرونه او وړاندیزونه وغوښتل او د ښاروالۍ له هر کارمند څخه یې د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو غوښتنه وکړه. ښاغلي سلطانزوی وویل چې د ودانیزو سرغړونو مخنیوي او له لاسي توکیو خرڅوونکو څخه د باج اخیستنې او د فساد مخنیوي ته باید زیاته پاملرنه وشي. هغه په خپلو خبرو کې وویل چې د ښاري نظم د ساتلو لپاره شوي اقدامات بسنه نه کوي او که د کابل ښاروالۍ مسؤلین د خپلو وظایفو لایحو پابند واوسي او د ښاري نظم ساتلو او قانون پلي کولو لپاره له یو بل سره اوږه په اوږه ودریږي، نو لرې نه ده چې مونږ به په ښاري ژوند کې مهمې ټولنیزې مسئلې او عامه هوساینه تجربه کړو. په آخر کې کابل ښاروال وویل! د پلانونو او برنامو په تعقیب سره، زمونږ ښاریان به په نږدې راتلونکي کې د ښاري نظم ښه حالت وګوري.  د کابل ښاروالۍ د ځوانانو کمېټه جوړه شوه.  د کابل ښاروالۍ د ځوانانو کمېټه، د رضا کارۍ فرهنګ عام کولو، د وطنپالنې احساس، د تبعیض پر ضد مبارزې، وړتیاوو ته د ودې، د ښار او چاپېریال ننګونو ختمولو په موخه جوړه شوه.  د کمېټې په لومړنۍ ناسته کې په موخو، جوړښت، صلاحیتونو او مکلفیتونو خبرې وشوې.