د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ټاکنو څارونکو بنسټونو او کابل ښاروالۍ ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

25 سنبله 1399

د ګذر وکیلانو ټاکنو د روښانتیا او شفافیت په موخه د وږي میاشتې په ۲۵ مه د کابل او ښاروالۍ او د ټاکنو څارونکو بنسټونو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو. یاد هوکړه لیک د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معین سرڅیړونکي محمد فاضل شریفي او فیفا د رئیس محمدیوسف رشید او CECG د سکرتر مسئول ترمنځ لاسلیک شو. د ټولنیزو او کلتوري چارو معین ښاغلي شریفي وویل چې، کابل ښاروالۍ د ښاري چارو ښه تنظیم او ګذر وکیلانو ټاکنو د شفاف ترسره کیدو په موخه تصمیم ونیو ،چې د ولسمشر له لارښوونې سره سم چې په وینا یې د ګذر وکیلان باید د شفافو رايو په پایله کې وټاکل شي، دا هوکړه لیک لاسلیک کړي. نوموړي زیاته کړه چې، د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به د ګذر وکیلانو پر ټاکنو د خلکو بارو زیات شي او دغه راز د هوکړه لیک له مخې به د څارونکو بنسټونو له مسلکي تجربو څخه د ټاکنو په ترسره کیدو کې کار واخیستل شي .