د چارو د ښه سمون په موخه،کابل ښاروالۍ خپله اداري غونډه د کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی تر مشرلاندې له غرمي مخکې ترسره کړه . په یاده غونډه کې د کابل ښاروالۍ مرستیالانو او رئیسانو برخه لرله ، چې د ښاري نظم مدیریت اړوند د اداري شورا په اجنډا او راتلونکو تصمیمونو پکې خبرې وشوې. کابل ښاروال د یادې ادارې فعالیتونه و ارزول او زیاته یې کړه چې، له دې وروسته د کابل ښاروالۍ د مراجعینو کارونه باید د طرزالعملونو او قانون په رڼا کې په ښه توګه او کمه موده کې ترسره شي. نوموړي دغه راز وویل چې د کابل ښاروالۍ ټولې څانګې مکلفې دي، څو خپل مدیریتي تشې په ګوته کړي او د ډکولو په موخه یې مناسبې حل لارې ولټوي ، څو کابل ښاریان د یادې ادارې له فعالیتونو راضي و اوسي.
کابل ښاروالۍ خپله اداري غونډه ترسره شوه
27 سنبله 1399