د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د قلعه موسی ولسي شورا له لوري وستایل شو

27 سنبله 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د نوي ښار پارک زرغونتیا ته د ځانګړې پاملرنې له کبله د قلعه موسی ولسي شورا له لوري وستایل شو. د ستاینې په مراسمو کې د کابل ښاروالۍ له فعالیتونه په ځانګړې توګه د ښاري پراختیا له پروګرامونو،عمراني پروژو تطبیق،د چاپیریال ساتنې برخې پروګرامو او لسګونو نورو چارو څخه هم یادونه وشوه او هغه یې د کابل ښاروالۍ له غوره خدمتونو یاد کړل. دوی د کابل نوي ښار پارک له مهمو پارکونو یاد کړ او د رغونې په  برخه کې یې له کابل ښاروال مننه وکړه، چې د زرغونو سیمو په ساتلو کې یې خپله دنده په ښه توګه اجرا کړې او په وروستیو کې یې د یاد پارک ۷۵۰۰ متره سیمه زرغونه کړې او ۹۵۰۰ متره نور د زرغونتیا په حال کې دی او دغه راز ۱۵۰۰ متره سیمه کې یې د خړوب لپاره د نل لیکو سیستم جوړ کړی دی. ورته مهال کابل ښاروال له یاد پارک څخه د لیدنې ترڅنګ د قلعه موسی ولسي شورای سره ژمنه وکړه چې د نوي ښار پارک به د تفریح په یو لوی او ښایسته ځای بدل کړي .د نوي ښار پارک ۹۲۳۴۸ متره مربع مساحت لري او د کابل ښار له مهمو پارکونو څخه ګڼل کیږي.