دغه فابریکه چې د لمړۍ ناحیې په قاضي باغ کې یې شتون درلود، د غیر معیاري موادو تولید، د کاري جواز نه شتون، او د روغتیایي لارښوونو د نه مراعتولو له امله د کابل ښاروالۍ له لورې وتړل شوه. د دغې فابریکې فعالیت کوونکی چې څه موده مخکې یې د دغه سیمې په یو نامعلوم ځای کې خپل کار ته دوام ورکړی وو، نن ورځ په نښه شو. په پام کې ده چې عدلي ارګانونو ته به وروپېژندل شي.
په لمړۍ ناحیه کې د بې کیفیته خوراکي توکو یوه فابریکه وتړل شوه.
1 میزان 1399