د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د افغانستان او ایران ترمنځ لومړی فني او تخصصي نندارتون پرانیستل شو

2 میزان 1399

د افغانستان او ایران ترمنځ لومړی درې ورځنۍ فني، تخصصي او د مهندسۍ نندارتون د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او دوستۍ په موخه په کابل کې پرانیستل شو. دا درې ورځنۍ نندارتون د سه شنبې د تلې میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی، په افغانستان کې د ایران سفیر بهادر امینیان، په افغانستان کې د سوداګرۍ خونې مدیره پلاوي، پانګوالو او د افغانستان او ایران  یو شمیر خصوصي متشبیثینو په ګډون، په کابل کې د دریو ورځو لپاره پرانیستل شو، چې موخه یې د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتور هڅونه، غوره ښاري مدیریت او د مهندسی هنر ته وده ورکول دي. د نندارتون د پرانیستې پر مهال کابل ښاروال ایرانیانو او د نندارتون ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې،افغانستان او ایران ګډې فرهنګي او تاریخي اړیکې لري او د تهران او نورو لویو ښارونو ښاروالۍ او کابل ښاروالي به په دې نندارتون کې د وانیزو پروژو پلي کیدو ، ودانیزو توکو او ماشینرۍ په برخه کې خپل کار او هنر نندارې ته وړاندې کړي، ځکه د هیوادونو دخصوصي سکتور وده د سوداګرو او خلکو ترمنځ اړیکو او د ښارونو غوره اقتصادي ودې ته لاره هواروي. نوموړي زیاته کړه: (( کابل ښاروالي ښاري معیارونو ته په کتو د ښارونو معیاري پراختیا، د تاریخي ارزښتونو پالنې اوساتنې او ورځنیو اړتیاو په برخه کې ګام اخیستی او دښاري مدیریت په برخه کې د تجربو د لیږد غوښتونکي دي)). دغه راز د ایران سفیر، د افغانستان د سوداګرۍ خونې مدیره هیات ، پانګوالو او د خصوصي سکتور استازو ټولو په خپله برخه کې د هر راز مرستې او همغږۍ ډاډ څرګند کړ. دوی تاکید وکړچې، د دولتونو ترمنځ د فاصلو د لمنځه وړلو په هڅه کې دي او کولای شي د خصوصي سکتور وده، د ودانیزو او ټولګټو او د ښاري نظام پروژو په پلي کولو سره خپل ارزښتناک او مهم رول تجربه او عملي کړي. د یادونې وړ ده چې په دې نندارتون کې به د کابل ښاروالۍ فعالیتونه او د ماشینرۍ او د ودانیزو پروژو د کیفیت  په برخه کې دخصوصي سکتور تولیدات د دریو ورځو لپاره د سهار له ۸ تر ۴ بجو پورې نندارې ته وړاندې شي.