د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په دوو ساحو کې د دوه پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې.

2 میزان 1399

په اتمه ناحیه کې د بګرامیو نساجي او د اوبو رسولو شرکت شاته، د دوو پرمختایي پروژو چارې د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی، مشرانو او ځایي اوسېدونکو په شتون کې پیل شوې. دغه پروژې به د راتلونکو ۸ میاشتو په موده کې، قابو د ۹۸ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ د پراختیایې پروګرام له لارې پلي شي. د نساجي سرک به د ۸ کیلو مترو په اوږدوالي سره په بنسټیز ډول پوخ کړی شي. تر څنګ به یې د اوبو رسولو شرکت شاته د ۵۹۰۰ مترو په اوږدوالي سره سرکونه او کوڅې چې ویالې هم پکې شتون لري، جوړ شي. کابل ښاروال ددې پروژو د پیلولو په مراسمو کې وویل! د پروژو په ښه پلي کیدو او پخو سرکونو ته د لاس رسي لپاره د ښاریانو ونډه خورا مهمه ده. ځکه چې اصلي مالکین یې همدوی دي. هغه له ځایي اوسېدونکو څخه ددغو پروژو په پلي کولو کې د کیفیت او چټکتیا د څارنې په موخه د کابل ښاروالۍ سره د اغیزناکې ونډې اخیستلو غوښتنه وکړه. کابل ښاروال زیاته کړه! په ټولو ناحیو کې چې په تیرو وختونو کې ورته کمه پاملرنه شوې، یوه یې اتمه ناحیه ده چې په راتلونکي کې به ورته زیاته پاملرنه وشي او د پرمختیایي پروژو په پلي کولو کې به ورته لومړیتوب ورکړل شي.