د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له یو شمیر ایراني سوداګرو او د خصوصي سکټور له غړو سره ولیدل

3 میزان 1399

  

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د ایران او افغانستان ترمنځ د لومړي فني،تخنیکي او مهندسۍ اړوند درې ورځني نندارتون په څنډه کې د تلې میاشتې په دویمه نېټه د ایران هیواد له شمیر سوداګرو او د خصوصي سکټور له غړو سره دمهندسی په برخه کې په غوره ښاري مدیریت، ظرفیت لوړونې، د پروژو د ډیزاین او د تجربو انتقال په اړوند  لیدنه او خبرې اترې وکړې. ایراني سوداګرو او د خصوصي سکټور غړو په کابل ښار کې د پانګونې اچونې په اړه وعده وکړه او د کابل ښاروالۍ پروګرامو ښه پلي کېدو په اړه یې د هر راز مرستې ژمنه وکړه. کابل ښاروال د هغوی نظریات واوریدل او دوی ته د پانګې اچونې موقع برابرولو او ګډو موخو ته د رسیدو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي زیاته کړه چې تلپاتې پرمختیا ته د رسیدو په موخه اړینه ده چې، دواړه هیوادونه له خپلو پانګوالو او د خصوصي سکټور له غړو د هوکړه لیکونو او پروتوکولونو په چوکاټ کې ملاتړ وکړي. دا لیدنه داسې مهال ترسره شوه چې د دواړ هیوادونو له لوري په لومړي ځل په کابل ښار کې فني،تخصصي او د مهندسۍ اړوند نندارتون په لاره اچول شوی دی.