د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ایران هیواد له یو شمیر ښاري مدیرانو سره ولیدل

5 میزان 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د ایران ښاروالیو سازمان له مشر حسین رجب صلاحی، د اصفهان له ښاروال قدرت الله نوروزي، د تهران ښاروال اسماعیل زیارتي، د تهران مرستیال ښاروال او په افغانستان کې د ایران سفارت له کارپوه مهرانفر سره د کابل ښاروال د پرمختیايي پروګرامونو تطبیق، د ښاري مدیریت اړوند د تجربو شریکولو او د کابل ښاروالۍ د نویو زیربنايي او پرمختیايي پروژو د تطبیق په موخه ولیدل او نظرونه یې شریک کړل. کابل ښاروال د کابل ښار په لویو عمراني پلانونو رڼا واچوله او په تطبیق کې یې د ایران هیواد د ښاري مسئولینو ونډه مهمه وبلله. کابل ښاروال وویل چې کابل ژمن دی د ښاري کثافاتو د مدیریت ، ترانسپورټ او نورو ښاري مسایلو کې د ګاونډیو هیوادونو له تجربو ګټه واخلي او خپلې تجربې هم له دوی په ځانګړې توګه له ایران هیواد سره شریکې کړي. کابل ښاروال دغه راز زیاته کړه چې، د کابل او ایران ترمنځ معنوي اړیکې باید پراخه او بډایه شي، او دغه راز په فني او علمي برخه کې هم یو له بل سره مرسته وکړي ، څو ښاري اړیکې پراخې او له شته فرصتونو سالمه ګټه پورته کړو. دغه راز د ایران هیواد ښاري مسئولینو( ښاروالانو) هم وعده وکړه چې د کثافاتو مدیریت په برخه کې د ظرفیت لوړونې، د زیربنا په ډیزان او د عمراني پروژو د تطبیق په مرحلو کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي. دوی د ایران هیواد د ښارونو ترانسپورتي وضعیت ، د کثافاتو د مدیریت او د ښاري فرهنګ اړوند معلومات وړاندې کړل او د کابل ښاروالۍ له مسئولینو یې وغوښتل څو په هغه نندارتون کې چې ټاکل شوې د چنګاښ له ۲۸ مې د لیندۍ تر لومړی نیټې په ایران کې ترسره شي ګډون وکړي.