د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښارال د ایران هیواد یو شمیر ښاري مسئولینو او د خصوصي سکټور د غړو کوربه وو

5 میزان 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی تیر ماښام د دوستی اړیکو پراختیا او د ایران هیواد د خصوصي سکټور د غړو او ښاري مسئولینو د مرستو جلب په موخه تیر ماښام له هغوی کوربتوب وکړ.  په یاد ماښامني بنډار کې چې په افغانستان کې د ایران سفیر بهار امینیان هم ګډون درلود، کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ښارونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او دوه اړخیزو همکاریو رڼا واچوله او زیاته یې کړه،چې د دواړو هیوادونو د متخصیصینو او کارپوهانو سره تر خبرو وروسته به ستونزو ته دایمي حل لارې ولتوي او د مهممو موضوعاتو او اړیکو پراختیا په موخه به داسې پروګرامونه پلي شي څو له مخې یې دواړه هیوادونه یو له بل سره تجربې شریکې کړي او د ګاونډیو هیوادونو یوځای والی او ګډ تاریخي او فرهنګي ارزښتونه وپالل شي. ښاغلي سلطانزوی وویل چې، کابل ښاروالي تیاره ده ، د ایران هیواد له سوداګرو او ښاروالانو په راتلونکي کې هم کوربتوب وکړي،څو د ایران د ښارونو او افغانستان ترمنځ اړیکې پراخې شي. شاروال کابل افزود که هدف ازمیزبانی ما اعتماد سازی میان افغانستان و کشور ایران در گسترش روابط میان این دوکشور درخصوص ترویج مشارکت تجارتی میان جوامع تجاری دو کشور و  شریک کردن معلومات و تجارب میان شهر کابل و شهرهای ایران در قبال مدیریت شهری می‌باشد. نوموړی زیاته کړه چې له کوربتوب یې موخه د داوړو هیوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځ کول  او دې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ترویج او د ښاري مدیریت او سوداګرۍ په برخه کې د تجربو شریکول دي.