د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د افغانستان او ایران ترمنځ لومړی فني او تخصصي نندارتون پای ته ورسید

6 میزان 1399

د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او فني او تخصصي نندارتون چې د دواړو هیوادونو د خصوصي سکټور د غړو او سوداګرو د هڅونې په موخه د تلې میاشتې په لومړی نېټه پرانیستل شوی وو د پنج شنبه ورځ پای ته ورسید. د کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی په وینا یاد نندارتون د ښاري مدیریت په برخه کې د تجربو شریکولو او ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی وو. نوموړي وویل چې،داسې نندارتونونه د تجربو شریکولو لپاره ښه فرصت وي څو مدیریتي او پرمختیایي تجربې یو له بل سره شریکې شي او د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او پراخې شي. کابل ښاروال تاکید وکړ،چې د ایران او افغانستان تاریخي او فرهنګي مشترکاتو ته په کتو د کابل او ایران د ښاروالیو ترمنځ اړیکې مهمې دي او دوی باید د خصوصي سکټور د کار په ځانګړې توګه د پروژو د تطبیق،ماشینرۍ او ودانیزو توکو اړوند یو له بل سره کار وکړي او خپلې تجربې یو له بل سره شریکې کړي. په یاد نندارتون کې،چې د ایران د خصوصي سکټور غړو هم پکې ګډون کړی وو، د دواړو هیوادونو د سوداګرو او خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، سوداګریزې پرمختیا،په زیرینايي چارو کې دظرفیت لوړونې او د ښاري مدیریت په برخه کې به په راتلونکې کې ښې لاسته راوړنې ولري. کابل ښاروال وویل چې، له معیارونو سره سم او تاریخي ارزښتونو ساتلو او ننیو اړتیاوو ته په کتو د کابل ښار پراختیا په برخه کې د ښاري مدیریت برخې د تجربو انتقال ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې،د هیوادونو ترمنځ د خصوصي سکټور برخه کې د زمینې په برابرولو کولای شو په ودانیزو او ټولګټو پروژو او ښاري نظام کې ګډ او د کار وړ تجربې و ازمویو. په یاد نندارتون کې،چې کابل ښاروالۍ پکې خپل فعالیتونه او د ماشینرۍ او د پروژو د کیفیت اړوند د خصوصي سکټور تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شول، کابل ښاروالۍ ته پکې د ښاري مدیریت په برخه کې وړاندیزونو او نظریاتو  هم وړاندې شول.