د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د څلورمې ناحیې له اداري دفترونو څخه څارنه وکړه.

6 میزان 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د شنبه په ورځ د تلې په ۵مه د کابل ښاروالۍ د څلورمې ناحیې له اداري دفترونو څخه څارنه وکړه. کابل ښاروال په دې څارنه کې اړونده چارواکو ته لارښوونه وکړه تر څو دښار په کچه بېلابېلو بازارونو کې ښاري نظم پلی کړي. د دې تر څنګ هغه ټینګار وکړ چې د پرمختللو پروګرامونو پر بنسټ باید ټول اصناف په ښاري اصولو تنظیم کړی شي او د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند  ورسره وشي. کابل ښاروال وویل،چې مونږ د ښار په کچه د ناحیو د پرمختیا په لټه کې یو تر څو ښاریانو ته ښه او اغېزناک خدمتونه وړاندې کړو. کابل ښاروال د یادې ناحیې د اداري دفترونو د مراجعینو  رضایت او د کارکوونکو د مسؤلیتونو کچه هم وارزوله او هغوی ته یې په چارو کې د همغږۍ او  خدمتونو د پراخولو لپاره لازمې لارښوونې وکړې.