د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ او امنیه قوماندانۍ د مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

7 میزان 1399

په ښار کې د قانون حاکمیت او د چارو ښه ترسره کیدو په موخه د کابل ښاروالۍ او کابل امنیه قوماندانۍ د مسئولینو ترمنځ  تیر ماښام د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په غونډه کې کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی،د کابل امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د کابل ښاروالۍ مرستیالانو،  ناحیو رئیسانو او د امنیتي حوزو آمرینو ګډون درلود. کابل ښاروال د غونډې موخې د کابل ښاروالۍ او امنیه قوماندانۍ ترمنځ د غیر قانوني ودانیو څخه مخنیوی،د ملکیتونو له غصب مخنیوی، د لاسي توکو پلورونکو تنظیم او د قانون حاکمیت یادې کړې او د یادو ادارو ترمنځ یې په همغږۍ ټینګار وکړ. کابل ښاروال زیاته کړه چې، په دنده کې ناغیړي او سستي باید تر قانوني چلند لاندې راشي و اړینه ده په ګډه د قانون حاکمیت او عامه نظم ساتلو لپاره کار وشي،څو د کابل ښار په اوسني وضعیت کې بدلون راشي. نوموړي دغه راز وویل چې، د مسئولیت پر منلو او هیودانۍ مینې له مخې باید هڅه وکړو،څو د کابل ښار اوسنۍ بڼه بدله کړو څو د ښاري نظم، د سرغړونو کموالي او دقانون حاکمیت شاهدان و اوسو. دغه راز د کابل امنیه قوماندان وویل  چې،د ښاري نظم په برخه کې دې جدي کار وشي او د کابل پولیس ژمن دي څو له کابل ښاروالۍ سره د پروګرامونو په تطبیق کې هر اړخیره مرسته وکړي. د غونډې په پای کې وپتیل شوه،چې د ګڼې ګوڼي کموالي او د لاسي توکو پلورونکو برخې عملیاتي پلانونه چې په وروستیو کې جوړ شوي د مناسبو لارو چارو په نظر کې نیولو سره پلي شي.