د کابل ښاروالۍ د وړاندیز پر بنسټ او د ولسمشرۍ ماڼۍ په منظورۍ محمد عمر آرین په لومړي بست کې د داخلي تفتیش د رئیس په توګه، سمیرا رسا په دویم بست کې د ویاندې په توګه، سید محمد عمر په دوهم بست کې د تدارکاتو رئیس په توګه، عبدالقیوم عمران په دویم بست کې د کار حفظ او مراقبت ریاست د مرستیال په توګه او فرشته حسیني سادات د جنډر آمرې په توګه نوي په دندو وګمارل شول او تېره ورځ د تلې په ۶مه د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی له لورې د کابل ښاروالۍ کارکوونکو ته وروپېژندل شول. د یادونې وړ ده چې نوي په دندو ګمارل شوي کارکوونکي د لوړو زده کړو لرونکي او په اړوندو څانګو کې پوره مخینه لري.
په کابل ښاروالۍ کې په نویو دندو ګمارنې
8 میزان 1399