د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ په عایداتي برخو کې ۶۱ تنه نوي کسان په دندو وګمارل شول

8 میزان 1399

دا ۶۱ تنه تر آزادې سیالۍ وروسته د کابل ښاروالۍ په بیلابیلو عایداتي برخو کې په ۳، ۴ او ۵ مو بستونو کې نوي په دندو وګمارل شول او د کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی له لوري د دوشنبه په ورځ د تلې په ۷ نېته خپلو څانګو ته ور وپیژندل شول او په کار یې پیل وکړ. کابل ښاروال په دې اړه وویل چې د کابل ښاروالۍ عوایدو راټولولو موضوع ډیره مهمه ده او اړینه ده دې برخې ته په کار پوه ،متعهد او وړ کسان په دندو وګمارل شي څو عواید په سمه توګه راټول کړي، ځکه عواید د یادې ادارې د راتلونکو پروګرامو د تطبیق لپاره مهم دي څو هیوادوالو ته ګټورې پروژې او پروګرامونه پلي شي. نوموړي دغه راز وویل چې، ژمن یو د عوایدو له راټولولو دقیق راپور ولرو او له بل لوري ملي عواید په سمه توګه راټول کړو. کابل ښاروال دغه راز له نوو ګمارل شوو کسان وغوښتل چې پر مسئولیت منلو او هیوادنۍ مینه خپلې دندې پر مخ یوسي. ټاکل شوې ده یاد کسان د کابل ښاروالۍ په بیلابیلو ناحیو او ریاستونو کې کار وکړي او کابل ښاروال دوی ته د کار سند وسپارلو. د یادونې وړ ده چې د عوایدو برخې بستونو په ازموینه کې ټولټال ۲۰۰۰ کسانو ګډون کړی وو او له بیلابیلو پړاونو وروسته یاد ۶۱ تنه  په ازموینه کې تر بریالیتوب وروسته  او کاري سابقې په نظر کې نیول سره په دنده وګمارل شول.