د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ناحیو د ښځو شورا غړې وستایل شوې

8 میزان 1399

د ښار په کچه د ښځو شورای ښه خدمتونه په ځانګړې توګه د هغه ښځو چې،د بیرغ په ملي ورځ یې د خیاطی هنر له لارې ملي بیرغونه ګلدوزي کړي وو، د کابل ښاروالۍ له لوري په ستاینلیکونو او ډالیو ونازول شوې. دکابل ښاروالۍ د کلتوري چارو معین سر څیړونکي محمد فاضل شریفي په یادو مراسمو کې وویل،چې کابل ښاروالي په لویو پریکړو کې د ښځو رول مهم ګڼي او تاکید کوي  چې،ښځې په خپل جوړونکي لید لوري او د ټولنیزو لویو مسئولیتونو په لرلو سره کولای شي د ټولنې په رغونه او ښاري ستونزو ته د رسیدلو په برخه کې خپل رول ولوبوي.نوموړي وویل، د ښځو شوراګانې چې له کابل ښاروالۍ سره د پلانونو په پلي کیدو او ښاري ستونزو په مشخصوالي کې مرسته کوي د ستایلو وړ دي. نوموړي ژمنه وکړه چې د امکان تر بریده به د ښځو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي څو وکولای شي په ښاري مدیریت کې خپل رغنده رول په ښه توګه وښيي.