د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروال په ګډون له ښاروالۍ د ملاتړ پروژې له مسئولینو سره غونډه ترسره شوه

9 میزان 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی نن د ښار په پنځو زونونو کې د فرهنګي مرکزونو جوړولو، د ښځینه تشنابونو او مارکیټونو جوړولو او د ښاري فرهنګ غني کولو په موخه له کابل ښاروالۍ د ملاتړ پروژې ( اروپايي ټولنې) له مسئولینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې خبرې اترې وکړې. کابل ښاروال د ملاتړ پروژې له کارونو په ځانګړې توګه د فرهنګي او ظرفیت لوړونې پروګرامونو جوړولو او او نورو برخو کې چې له کابل ښاروالۍ سره یې ترسره کړي دي ستاینه وکړه او د یادو پروژو په برخه کې یې په ډیرې همغږۍ او ګټورتوب ټینګار وکړ. کابل ښاروال د یادو پروژو پر دوام سربیره وویل چې (( د کابل ښاروالۍ له ترتیب شوو پلانونو سره سم د فرهنګي مرکزونو جوړولو او د کابل په پنځو زونونو کې د ښځینه مارکیټونو او تشنابونو جوړولو په برخه کې د اروپايي ټولنې مرستو ته اړتیا لري څو ښاریان وکولای شي د ښاري ارزښتونو په نظر کې نیولو سره ترې غوره ګټه پورته کړي. د اروپايي ټولنې د ملاتړ پروژې مسئولینو د کابل ښاروالۍ لپاره د خپلو پروګرامونو او پلانونو په اړوند رڼا واچوله او ژمنه یې وکړه چې له کابل ښاروالۍ سره به په دوامداره توګه ګټورې او غوره مرستې کوي. دوی وویل چې له کابل ښاروالۍ به په بیلابیلو برخو کې ملاتړ وکړي.