د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال ښاري ستونزو ته د رسیدو په موخه د کابل ښار له اوسیدونکو او مشرانو سره وکتل

12 میزان 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د چهار شنبه په ورځ د تلې میاشتې په ۹ نېټه ښاري ستونزو ته د رسیدو په موخه د کابل ښار د بیلابیلو ناحیو له مشرانو او اوسیدونکو سره بیل بیل وکتل او په یو شمیر د چاپیریال برخې او یو شمیر نورو موضوعاتو یې خبرې کړې.  په یادو لیدنو کې په ولسي چارو کې د ولسمشر سلاکار عبدالهادي ناصري او د اتمې ناحیې مشرانو د یادې سیمې په استازیتوب د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو ملاتړ وکړ. کابل ښاروال په لیدنو کې پخو سړکونو ته د لاس رسي، کانالونو او د اوبو ویالو، پر وخت د کثافاتو مدیریت، ښاري او حقوقي مسایلو او یو شمیر نورو موضوعاتو بحث وکړ. کابل ښاروال دغه راز د ښاروالۍ د پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه،چې:(( موږ په خپلو پلانونو کې ناحیو په ځانکړې توګه هغو ته چې کم کار پکې شوی لومړیتوب ورکوو او د متوازنې پراختیا او مالي سرچینو په نظر کې نیولو سره به نوې زیربنايي پروژې پیل شي،چې ورسره به د ښاریانو ډیری ستونزې حل او له منځه لاړې شي)). کابل ښاروال دغه راز په یادو لیدنو کې د یو شمیر ناحیو د رئیسانو او کذر وکیلانو له کم کارۍ او مسئولیت نه منلو ته په اشارې وویل،چې د ګذر وکیلانو د ټاکنو د نوي طرزالعمل او مقررې له مخې ټاکل شوې د یو شمیر ناحیو د ګذر وکیلان د سیمې د خلکو له لوري د ټاکنو له لارې وټاکل شي. نوموړي دغه راز وویل چې، د ګذر وکیلانو په ټاکلو سره به مسئولیتونه واضح شي او کم کارۍ به هم له منځه لاړې شي. کابل ښاروال دغه راز واضح کړه چې، د پروګرامونو په پلي کیدو کې د خلکو  ونډه مهمه ده او له دوی یې وغوښتل چې، د ګذر وکیلانو په ټاکنو کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي. دغه راز کابل ښاروال له یو شمیر متشبیثینو په ځانګړې توګه د خیرخواه مارکیټ له هټیوالو سره ژمنه وکړه چې، ستونزې به یې د دولت له رهبرۍ،ښارجوړونې او ځمکو وزارت،مالیې وزارت او ملي بانګ سره وڅیړي او په خیرخواه مارکیټ کې د کار دوام او فعالیت لپاره به مناسبې حل لارې چارې پیدا کړي. کابل ښاروال په لیدنو کې ځانګړو څانګو ته په لارښونو سربیره له ګډونوالو سره د چاپیریالي ستونزو په حل کې د هر ډول مرستې کولو ژمنې وکړې.