د ښاري نظم د دوام په موخه د ښار له بیلابیلو ناحیو د غیر منظمو اعلانونو او اشتهاراتو د لرې کولو او ټولولو لړۍ له څه مودې راپدیخوا روانه ده. د منظمو اعلانونو شتوالۍ او له دې لارې د عوایدو راټولول د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو دي چې په جدي توګه به ورته پاملرنه کیږي. هغه لوحې او اعلانونه چې د ټاکل شوو معیارونو خلاف وي راټولیږي او له اصنافو څخه په دې اړه ژمنه اخیستل کیږي.
له ښار څخه د غیر منظمو اعلانونو او اشتهاراتو د لرې کولو لړۍ روانه ده
12 میزان 1399