د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له لومړۍ ناحیې د ښاري ګڼې ګوڼې کمښت عملیاتي پلان تطبیق پیل شو

13 میزان 1399

د ښاري ګڼې ګوڼې کمښت عملیاتي پلان تطبیق د اصنافو د فعالیتونو تنظیم په ځانګړې توګه په کراچیو کې د توکو پلورنکو او لاسي توکو پلورنکو چې په ښار کې د بې نظمۍ سبب شوي ، پرون د تلې په ۱۲ نېټه له لومړی ناحیې پیل شو. د کابل ښاروالۍ رهبري د ښاري ګڼې ګوڼې کموالي طرحې تطبیق او د مختلفونو څانګو ترمنځ په حمایتي او تقویتي برخو کې پر همغږی ټینګار او تمرکز کوي .  په دې وروستیو کې د نوو لارو چارو په پلان سره د ښار په بیلابیلو برخو کې د ګڼې ګوڼې کموالي په موخه طرحې جوړې شوې دي او په بیلابیلو پړاونو کې به تطبیق شي. کابل ښاروالي په ځانګړې توګه د لیني موټرو د تنظیم، له پلو لارو او سړکونو د خنډونو ، لاسي توکو پلورونکو او ناقانونه غرفو لرې کولو په موخه جدي اقدامات کوي او له وړاندې یې مالکانو او ښاریانو ته په دې اړه خبر ورکړی دی، چې له بې نظمه سیمو ناقانونه خنډونه لرې کیږي او بیا د شکایت حق نه لري.  د یادونې وړ ده چې،کابل ښاروالۍ د لاسي توکو پلورونکو لپاره ځانګړي ځایونه ټاکلي دي او له یادو سیمو پرته په نورو کې له سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي.