د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مینې په اتم بلاک کې د تفریحي پارک د رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو

14 میزان 1399

د دولسمې ناحیې اړوند احمدشاه بابا مینې په آتم بلاک کې د ښځینه پارک د رغونې چارې بشپړې او یکشنبه په ورځ د تلې میاشتې په ۱۳ نېټه د کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی او د یادې ناحیې د مشرانو او اوسیدونکو له لوري  او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو. په همدې موخه جوړو مراسمو کې کابل ښاروال د خوشحالۍ څرګندولو ترڅنګ د یادې سیمې له اوسیدونکو وغوښتل چې له پارک څخه سمه ګټه پورته کړي او د شنې ساحې په ساتلو کې د یو ښه ښاري په توګه خپله دیني وجیبه ادا کړي. کابل ښاروال وویل چې، د دې پارک اصلي مالکان د سیمې اوسیدونکي دي او کابل ښاروالي پرته د دوی له مرستې نشي کولای په سمه توګه د پارک زرغونه سیمه وساتي. یاد پارک د ټولټال ۵۰۲۲ متر مربع په اوږدوالي په معیاري او مډرنه توګه د ۹۲۲۷۴ ډالرو په ارزښت د کابل ښاروالۍ له لوري د هبیتات دفتر په مالي مرسته د یو کال په موده کې جوړ شوی دی. دغه راز یاد پارک د احاطې په ګډون ، د پلو لارو تیږې فرش، سیوري ځای، چوکیو، د خړوب لپاره د اوبو څاه، سولري بریښنا، د ساتونکو خونې، چمن کارۍ او د لوبو په وسایلو سمبال دی ، چې په جوړیدو به یې دسیمې اوسیدونکي له تفریحي او چاپیریالي اسانتیاوو برخمن شي.