د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکیلانو ټاکنې له شپږمې ناحیې پیل شوې

16 میزان 1399

د لومړي ځل لپاره د ګذر وکیلانو ټاکنې د یوه نوي ټاکنیز سیستم له مخې له شپږمې ناحیې پیل شوې. کابل ښاروالۍ د ښار په کچه د ګذر وکیلانو ټاکنې د ټاکنو نوې مقررې له مخې په شفافه توګه له شپږمې ناحیې پیل کړې. د ټاکنو پرمهال ۴۰۰ تنو د سیمې اوسیدونکو د دریو نوماندانو لپاره د ټاکنو د څار بنسټونو تر نظارت لاندې ترسره کړې او د یادې ناحیې د ۱۴ م ګذر لپاره نوی ګذر وکیل وټاکل شو. په لومړي پړاو کې په هغه ناحیو کې د ګذر وکیلانو ټاکنې ترسره کیږي چې وکیل یې وفات شوی وي یا یې له خپلې دندې استعفا ورکړې وي او بیا په هغو ناحیو چې له ګذر وکیل یې شکایت شوی وي. دا لړۍ به روانه وي او ټاکل شوې د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ګذر وکیلانو ټاکنې د نوې مقررې سره سمې ترسره شي.