د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د پنځمې ناحیې د ځوانانو له اجماع سره ولیدل

16 میزان 1399

کابل ښاروال د پنځمې ناحیې د ځوانانو له اجماع سره په لیدنه کې د کابل ښاروالۍ او مسئولینو ترمنځ د همکارۍ روحیې پیاوړتیا او ښاري ستونزو د حل په موخه بحث او خبرې وکړې. د پنځمې ناحیې یو شمیر ځونانو په روان کال کې د ښاروالۍ د پلانونو د تطبیق ستاینه وکړه او ترڅنګ یې په یاده ناحیه کې د سړکونو خرابوالي، استملاکي جنجالونو، د کتابتونونو او فرهنکي مرګزونو،د ښځینه پارک نشتون، د کثافاتو پر وخت مدیریت،د ګذر وکیلانو کم کارۍ او د زرغونو سیمو د ساتنې برخې ستونزې له کابل ښاروال سره شریکې کړې. کابل ښاروال د دوی د ستونزو تر اوریدو وروسته د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه،چې موږ په خپلو پلانونو کې یادو برخو ته لومړیتوب ورکړی او ښاري متوازنې پرمختیا او مالي سرچینو ته په کتو به نوې پرمختیایي او زیربنایي پروژې پلې شي او د پنځمې ناحیې ستونزې به ورسره حل شي. کابل ښاروال په ښاري پیوستون  او پرختیا کې د ځوانانو رول، د مالکیت احساس شتون، او د سیمه ایزو شوراګانو ډیروالۍ مهم وباله او د پنځمې ناحیې ځوانان یې وهڅول څو په هره ممکنه لار مسئولین وڅاري او د هیوادنۍ مینې له مخې  د کابل ښاروالۍ له رهبرۍ سره د ټولګټو پروژو په ساتنه کې مرسته وکړي. کابل ښار د ځوانانو له اجماع سره د پنځمې ناحیې د هر راز ستونزو د حل ژمنه وکړه. د ناستې په وروستیو کې د پنځمې ناحیې د ځوانانو اجماع له کابل ښاروالۍ ملاتړ اعلان کړ.