د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق د ښار له مرکزي برخو پیل شو

19 میزان 1399

کابل ښاروالۍ د کابل پولیسو په مرسته د ښاري نظم تطبیقي پلان چې پکې له پلو لارو او واټونو د خنډونو لرې کول، د لاسي توکو پلورونکو تنظیم او ګڼې ګوڼې کموالۍ شامل دي نن د یوه عملیاتي پروګرام په ترڅ کې د لومړی ناحیې اړوند له فروشګاه تر پامیر سینما عملي کړ. دا پلان د کابل ښار په نورو ناحیو کې هم د پلي کیدو وړ دی، چې په مختلفو پړاونو کې به د تقویتي او حمایوي لنډمهالو، منځ مهالو او اوږدمهالو پروګرامونو په ترڅ کې تر راتلونکو شپږو میاشتو عملي شي او ورسره به کابل د کلي نظم څښتن شي . دغه راز د لاسي توکو پلورونکو لانجه به هم په بېسارې توګه حل شي. په وروستیو کې د ښار په بیلابیلو برخو کې د ګڼې ګوڼې کموالي په موخه نوې لارې لټول شوې او پلانونه جوړ شوي ، چې په تطبیق به یې  په کابل ښار کې تلپاتې ښاري نظم حاکم شي. د لیني موټرو تنظیم، له پلو لارو او سړکونو د خنډونو لرې کول لکه د لاسي توکو پلورونکي، سیارې کراچۍ ، غرفې او غیر قانوني کپې د یاد پلان برخه ده، څو هغه فعالیت کوونکي چې د ترافیکي ګڼې ګوڼې او ښاري نظم ګډوډۍ سبب ګرځي تنظیم شي. کابل ښارولي به د لاسي توکو پلورونکو د فعالیت لپاره په نیږدې راتلونکې کې ځایونه مشخص کړي، چې د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند کیږي.