د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د عوایدو د ۱۵۰ بستونو لپاره لیکنیزه آزاده سیالۍ واخیستل شوه

19 میزان 1399

د کابل ښاروالۍ د عوایدو ۱۵۰ بستونو لپاره ازاده لکنیزه سیالۍ د پنجشنبه په ورځ د تلې په ۱۷ نېټه په زرنګار پارک کې په کاملا شفافه توګه د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو د مرستیال ښاغلي نظیف الله قلندرزي تر څارنې لاندې واخیستل شوه. په یاده سیالۍ کې ټولټال ۷۰۰ کسانو برخه اخیستې وه ؛ د کابل ښاروالۍ د مالي او ادراي چارو مرستیال ښاغلي نظیف الله قلندرزي چې له ازموینې یې څارنه کوله وویل، چې یادو بستونو ته د کاري وړتیا درلوونکو او ژمنو کسانو ګمارل لازمي دي، څو ورسره د یاد بنسټ عواید په شفافه ټوګه راټول شي او په اړوند یې منظم او دقیق راپور ورکړل شي. نوموړي کسانو په ګمارلو کې  د مسئولیت منلو پر حس او هیوادنۍ پر شتون ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د شفافه توګه د عوایدو راټولول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی. کابل ښاروالۍ رهبري د شفافیت او مسلکیتوب اصل ته په کتو هڅه کوي په یادو بستونو کې مسلکي او تخصصي کسان په دندو وګمارل شي ، څو خدمات په ګټوره او کار وړ توګه وړاندې شي. د یادونې وړ ده چې په تیرو دوو میاشتو کې دا دویمه آزاده تاریخي سیالۍ ده چې د عوایدو د خالي بستونو لپاره په پوره شفافه فضا کې اخیستل کیږي او ګډونوال پکې بې سارې توګه په پوره اعتماد او ژمنتیا ګډون کوي.