الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق روان دی!

20 میزان 1399

د ښاري نظم عملیاتي پلان د تطبیق په دوام د شنبې د تلې په ۱۹ نېټه له د دویمې ناحیې اړوند له ده افغانانو او له ابن سینا روغتون تر شاه دوشمشیره جومات پورې سیمې له لاسي توکو پلورنکو، سیارو کراچیو او د پلو په لارو کې له خنډونو پاکې شوې. دا پلان د کابل په نورو له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې هم د پلي کیدو وړ دی او په مختلفو پړاونو کې به د حمایوي او تقویتي لنډمهالو،منځمهالو او اوږدمهالو پروګرامونو په لړ کې او د کابل ښاروالۍ او پولیسو ترمنځ په پوره همغږۍ د لاسي توکو پلورونکو او سیارو کراچیو ستونزه حل شي. د لیني موټرو ، له پلو لارو او سړکونو د خنډونو لرې کولو په ځانګړې توګه د لاسي توکو پلورونکو ، سیارو کراچیو ،ناقانونه غرفو او کپو او نورو اصنافو اړوند چې په دې پلان کې شامل دي ، له ټولو ښاریانو هیله کیږي چې خپل فعالیتونه د کابل ښاروالۍ د لایحي مطابق تنظیم کړي. کابل ښاروالۍ  لاسي توکو پلورنکو د مصئونیت په موخه په نیږدې راتلونکې کې ځانګړې سیمې ټاکي او د سرغړونې په صورت کې به ورسره جدي قانوني برخورد کیږي.