الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل کې د کرکټ نړیوال لوبغالی جوړیږي

21 میزان 1399

د ځوان نسل سالمې ودې او هغوی ته د لوبو ګټورې زمینې برابرولو په موخه د کابل په کچه د کرکټ نړیوال معیاري لوبغالی جوړیږي. کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په همدې موخه د کابل ښار له څو سیمو لیدنه وکړه ، څو یاد لوبغالي ته مناسب ځای وټاکي. کابل ښاروال د لوبغالي لپاره د ځای ټاکلو، فرهنګي مرکزونو او تفریحي پارکونو جوړولو او نورو ټولګټو پروژو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې، د تفصیلي او تطبیقي پلانونو په جوړولو سره به د اوسني وضعیت د بدلون په موخه اقدام وشي. په وروستیو کې په کابل کې د کرکټ نړیوال لوبغالي ډیزاین او طرحه د اړوندو ادارو  او افغانستان کرکټ بورډ  د متخصیصینو له لوري جوړه شوې، چې د مناسب ځای تر ټاکل کیدو وروسته به یې د جوړیدو په اړه اقدام وشي.  د افغانستان د کرکټ دا نړیوال لوبغالی په کابل ښار کې په ۵۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي او په یو ځل به د ۲۵۰۰۰ نندارچیانو ظرفیت ولري، چې په جوړیدو به یې د لوبو فرهنګ د دودولو ترڅنګ کرکټ لوبې ته چې د ځوانانو سالم مصروفیت دی پاملرنه وشي.