الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ په ۷ مه او ۲۲ مه ناحیه کې نوې مقررۍ

22 میزان 1399

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ محترم مقام په منظورۍ، په دویم بست کې د ۲۲ ناحیې د رئیس په توګه امیرزیب درانۍ او په دویم بست کې د ۷ ناحیې د مرستیال په توګه عبدالقادر هوتخیل ټاکل شوي او نن رسما د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي نظیف الله قلندرزي له لوري همکارانو ته ور وپیژندل شو. په مراسمو کې د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال ښاغلي نظیف الله قلندرزي وویل چې، دواړه مسئولین د لوړو زده کړو او کافي کاري تجربې له کبله په یادو دندو ګمارل شوي دي.  نوموړي زیاته کړه چې، د دواړو ناحیو د روان وضعیت ښه والي او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته شي، څو شته ستونزې له منځه لاړې شي او د یادې ناحیې اوسیدونکو ته چاپیریالي اسانتیاوې برابرې شي.