د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هیواد د رسنیو او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ ماښام ترسره شو

23 میزان 1399

کابل ښاروال تیر ماښام د هیواد د لسګونو انځوریزو او غږیزو رسنیو د استازو د دوستانه مېلمستیا کوربه وو. په دې ماښامانۍ مېلمستیا کې چې د رسنیو ارزښت ته په کتو د ښاري نظم پیاوړتیا او کابل ښاروالۍ د پروګرامو پلي کیدو،ځانګړې توګه په ټولنیزه او سوداګریزه برخه کې د پرمختیا په اړوند جوړه شوې وه، کابل ښاروال له رسنیو د زیاتې همکارۍ غوښتونکی شو. کابل ښاروال د رسنیو له استازو او مسئولینو وغوښتل چې، د ښاري فرهنګ په وده کې له یادې خدماتي ادارې سره مرسته وکړي. کابل ښاروال وویل چې د ښاروالۍ فعالیتونو په رسنیز کولو سره د  ښاروالۍ او خلکو ترمنځ همکاري پیاوړې ده . کابل ښاروال د یادې بلنې موخه رسنیو ته درناوی او د دوی هڅو ستاینه وبلله او زیاته یې کړه چې د رسنیو او بیان آزادۍ په برخه کې ژمن دی او ویې ویل چې د ښاري فرهنک دود او د حقایقو روښانولو په برخه کې به خپلې هڅې ګړندۍ کړي . دغه راز د رسنیو یو شمیر غړو د ښاروالۍ د یو شمیر مبهمو فعالیتونو په اړوند پوښتنې مطرح کړې، چې د کابل ښاروال له لوري يې په اړه وضاحت ورکړل شو. دوی ټینګار وکړ چې،دا ډول ناستې د رسنیو او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ په پیاړتیا کې مرسته کوي.