د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

اطلاعاتو ته د لاسي رسي په اړه په کابل ښاروالۍ کې غونډه ترسره شوه

23 میزان 1399

د ښې ، شفافې او ځوابویونکې ادارې په منظور ، اطلاعاتو د لاسي حق د تامین په اړه ګډه غونډه په کابل ښاروالۍ کې ترسره شوه. په غونډه کې کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی، اطلاعاتو د لاسي رسي کمیسیون مرستیالې او کمیشنرې آغلې نجیبه مرام او یو شمیر نورو مسئولینو ګډون کړی وو. په غونډه کې کابل ښاروال وویل چې، پروخت او دقیق معلومات ترلاسه کول د هر ښاري اساسي حق دی او اطلاعاتو ته لاس رسی د غوره حکومت او ښې ادارې لپاره ګټور تمامیږي. نوموړي دغه راز زیاته کړه چې، ټولو اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې د اطلاعاتو غوښتونکو په ټاکلي وخت او دقیق معلومات ورکړي او د هغوی پوښتنې ځواب کړي. کابل ښاروال دغه راز وویل چې یاد بنسټ دقیقو، ناپیلي، موثق، مفصل او پر وخت معلوماتو وړاندې کولو ته تیار دی او له ښاریانو به هیڅ شی پټ او پوښلي نه ساتي. نوموړي دغه راز زیاته کړه چې، هڅه کوي څو د اطلاع رسونې په برخه زمینې برابرې کړې او په دې برخه کې به د خپلو اړوندو اطلاع رسونې څانګو ظرفیت لوړ کړي. وروسته د غونډې ګډونوالو هر یوه په خپل نوبت د اطلاع رسونې پر وضعیت خبرې وکړې او ویې ویل چې، اطلاعاتو ته لاس رسی د انسانو له بشري او فطري حقونو څخه دی او له ښه مرغه د افغانستان اساسي قانون د افغانستان وګړو ته دغه حق ورکړی دی . دغه راز دولت یې مکلف کړی څو خلکو ته اطلاعات ورسوي. اطلاعاتو ته لاس رسي کمیسیون کمیشنرې وویل چې، دوی قانوني حق لري څو په ادارو کې اطلاعاتو ته دلاس رسي له حق څارنه وکړي او د څرنګوالي په اړه راپور ورکړي.  نوموړې زیاته کړه چې، دا کمیسیون له جوړیدو سره سم تر اوسه زیاتې لاسته راوړنې لري له له کابل ښاروالۍ سره یې چې د خلکو لپاره یوه خدماتي ادره ده ډیرې غونډې او ورکشاپونه پلي کړي دي. په ټوله کې په یاده غونډه کې اطلاعاتو د لاس رسي کمیسیون په موخو ،فعالیتونو، مسئولیتونو او څارنې خبرې وشوې او دغه راز د کابل ښاروالۍ اړوندو نورو ادارو ته پکې لارښوونه وشوه، څو د معلوماتي ټولګو په چمتوکولو سره خلکو ته اطلاعات ورسوي او دغه راز د مسئولیت پر منلو ، همغږی او قانون ته په درنښت کولو زیات تاکید وشو.