له بایسکیل څخه ګټه اخیستنه د سالم چاپیریال رامنځته کیدو، د ګڼې ګوڼې کموالي، د ښاریانو دسلامتیا، اقتصادي پرمختیا او پرمختللي او پایدار ښار ته د رسیدو سبب ګرځي. کابل ښاروالۍ د بایسکیل ځغلولو لپاره د زیربنایي کرښو په جوړولو کار کړی او تر ۳۰ کیلو مترو ډیر د کابل ښار په سړکونو کرښې اچول شوې دي ، څو له پیښو او ترافیکي زیان پرته د بایسکیل ځغلولو لپاره ترې ګټه پورته شي. کابل ښاروالي د امکان تر کچې له کابل ښاریانو هیله کوي چې له بایسکیل ګټه پورته کړي څو په دې توګه مو د هواککړتیا او ښاري ګڼې ګوڼي مخنیوی کړی وي.
له بایسکیل څخه ګټه اخیستنه د هوا ککړتیا د کموالي سبب ګرځي
23 میزان 1399