د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال زون ځوانانو شورای غړو له کابل ښاروال سره وکتل

23 میزان 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د کابل شمالي زون د ځوانانو شورای له یو شمیر غړو سره په کابل ښاروالۍ کې وکتل. په لیدنه کې کابل ښاروال د یادې شورای د فعالیتونو او غوښتنو له اوریدو وروسته د دوی کړنې وستایلې او د یو شمیر غوښتنو لپاره یې چې د کابل ښاروالۍ له توان سره برابرې وې اړوندو څانګو د پوره کولو لازمې لارښوونې وکړې. نوموړي دغه راز د یادې شورای له رئیس او غړو غوښتنه وکړه چې، چې د زرغونتیا، پاکۍ، د بازارونو تنظیم، د لاسي توکو پلورونکو په تنظیم، د چاپیریال ساتنې اصولو مراعاتولو او له هوا له ککړتیا څخه په مخنیوي، ترافیکي ګڼې ګوڼې کموالي، له غږیزې ککړتیا مخنیوي او ناقانونه ودانیو له جوړیدو څخه په مخنیوي کې له خپلې اړوندې ناحیې سره مرسته وکړي ، څو معیاري ښار ولرو او په پلازمینه کې لا ډیرې اسانتیاوې رامنځ ته شي. په یاده غونډه کې چې د ۱۵ ناحیې رئیس او مرستیال هم د شمال زون ناحیو په استازیتوب ګډون کړی وو، د کابل ښاروال د لارښوونو تعقیب لپاره وګمارل شول، څو له نورو برخو سره په همغږۍ د شمال زون ځوانانو شورای د غوښتنو په پوره کولو کې هڅه وکړي.