د ګڼې ګوڼې د کموالي او اصنافو د فعالیتونو د تنظیم لپاره په ځانګړې توګه د لاسي توکو پلورونکو او سیاریو کراچیو د فعالیتونو د تنظیم په موخه چې د ښاري بې نظمۍ سبب ګرځي ، د ښاري نظم او ګڼې ګوڼې کموالي عملیاتي پلان تطبیق په لسمه ناحیه کې پیل شو. د ښاري ګڼې ګوڼې کموالي طرحه د نویو لارو چارو په نظر کې نیولو سره د ښاري نظم د ثبات لپاره په کابل ښار کې په بیلابیلو پړاونو کې تطبیق کیږي. د لیني موټرو تنظیم ، له پلو لارو او سړکونو خنډونو لرې کول لکه د لاسي توکو پلورونکي، سیارې کراچۍ او غیر قانوني او غرفې لرې کول د دې پلان برخې دي.
د لسمې ناحیې په کچه د ښاري نظم پلان تطبیق پیل شو
24 میزان 1399